Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

راتلونکی جمعه به افغانستان کرکټ ملي لوبډله سریلانکا پر وړاندی لوبو ډګرته ښکته شې!


پیګرد خبری آژانس :کابل افغانستان
راپور احمد خالد امرخیل
لړم میاشت ۳۰ نیټه ۱۴۰۱ کال

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې سریلانکا پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا نړیوال جام د سوپر لیګ درې یو ورځنیو سیالیو لپاره افغان کرکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې میاشتې پر ۲۵ نېته د سریلانکا په پالیکلي نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل او دیرشمه نیټه پای ته ورسیږی.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېته د سریلانکا په پالیکلي نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. ټولې سیالۍ به د سریلانکا هېواد اړوند د کېنډي په پالیکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي چې د افغانسنان پر مهال د ماسپښین په ۱:۳۰ بجې به پیلیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي، د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه دغه لوبې خورا مهمې او اړینې دي چې باید افغان لوبډله پکې وځلیږي.
یادو لوبو ته : حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی (مرستیال لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر، غوره شوی دي.
اوسمهال افغان اتلان د یادو سیالیو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه په متحده عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخت دي چې د تمریناتي کمپ تر بشپړېدو وروسته به د راتلونکې سه شبنې په ورځ د سریلانکا په لور وخوځېږي.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې تر اوسه څلور لوبلړۍ ترسره کړې چې د ۱۲ سیالیو له منځه یې ۱۰ لوبې په خپل نوم کړې دي او اوسمهال د ۱۰۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د ۱۳ لوبډلو له منځه اووم مقام له ځان سره لري.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.