شنونکی: هر هغه ناسته چې د افغانستان دوضعيت په اړه وي مونږ يې هرکلي کوو!
پیگرد خبري اژانس
راپور احمد خالد امرخيل
جمعه ۲۷ د لړم ۱۴۰۱
د سیاسیي چارو شنونکې وايي هرهغه ناسته چې د افغانستان روان وضعیت لپاره ګټوره تمامیږي مونږ يي هرکلی کوو؛ بل خوا د اسلامي امارات چارواکې ،د مسکو مشورتي غونډه پرته د دوي استازو له ګډون څخه نیمکړې بولي
د سیاسي چارو کارپوه عبدالصمد روحانی، وايي هر هغه ناسته چې د افغانستان روان وضعیت په اړه ګټوره تمامیږي مونږ يي هرکلي کوو.د ښاغلي روحاني په اند دامهال افغانستان له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دی او د روان وضعیت او دې ناخوالو څخه د وتلو یواځینۍ لاره مشورتي ناستې دي.
همدا راز د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا غونډه د طالبانو د حکومت د استازو له شتون پرته نیمګړې ده.د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «عبدالقهار بلخي» په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دغه ډول غونډو کې د دویي د حکومت نه ګډون ددې ډول غونډو پر پايلې منفي اغېز کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» ویلي چې د افغانستان په اړه د مسکو په مشورتي غونډه کې د اسلامي امارت د حکومت هیڅ استازی به ګډون نشي کولاي.
کابلوف ويلي چې اماراتو دخپل يونيم کلن واک په موده کې ندي توانيدلي چې يو ټولشموله حکومت رامنځ ته کړي ځکه خو يې دې غونډې ته ندي بلل شوي.
په ورته وخت کې داسلامي امارت دقطر ددفتر مشر وايي چې هرمهال دافغانستان په اړه داډول غونډې جوړيږي بايد د محدودیتونو پر لرې کیدا او داسلامي امارت درسميت پيژندلو ته پام وشي.
په دې غونډه کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون کړي.
د مسکو د مشورتي فورم پخوانۍ غونډه د تېر کال په ميزان میاشت کې شوې وه په دې غونډه کې د اسلامي امارت د لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت یوه پلاوي هم ګډون کړی وو.