په فاریاب ولایت کې د قمار په تور دوه تنه نیول شوي دي
د پیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
دوشنبه، د عقرب ۵، ۱۴۰۴
د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دی: تېره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې د میمنې ښار د امنیتي ځواکونو له خوا د قمار په تور دوه کسان وپېژندل شول او ونیول شول.
د دې قمار په ترڅ کې د دوی تر منځ یو موټرسایکل او ۳۴ زره افغانئ د بریا او تاوان په توګه کارول شوي دي.
ياده شوي کسان چې د خواجه موسی ولسوالۍ او د ښاري سيمې د تاتارخانې اوسېدونکي دي، اوس تر څارنې لاندې دي او د قضيې په اړه نورې څېړنې روانې دي.