اتحاد نړیوال هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیلوي
پیګرد خبري اژانس _ کابل افغانستان
راپور _ احمد خبیب حسرت
شنبه، د تلې ١٩مه
د متحده عربي اماراتو اړوند «اتحاد» نړیوال هوایي شرکت ویلي، چې د کابل او ابوظبۍ ترمنځ خپلې مستقیمې الوتنې پیلوي.
یاد شرکت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه الوتنې به د روان زېږدیز کال د ډسمبر له ۱۸مې نېټې پیل شي.