د میمنې – مزار په لویه لاره یوه ترافیکي پیښه درې تنه مړه او ټپیان کړل
د پیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر : هدیه احمدزی
سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۴
د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دی: باد له ماسپښینه شاوخوا درې بجې د میمنې لویې لارې په اوږدو کې د “کته کم” په سیمه کې د مزار شریف او خواجه سبز پوش ولسوالی ته څېرمه یوه بده ترافیکي پېښه رامنځته شوه.
په دې پېښه کې د میمنې ښار اصلي اوسېدونکی او د مزارشریف ښار اوسنی اوسېدونکی دریوري خالد ولد حاجي منیر پورې اړوند یو فولډر ډوله موټر چې له میمنې څخه مزارشریف ته د راستنېدو په حال کې و له یو موتر سایکل سره ټکر شوی دی.
له بده مرغه د دې ټکر په پایله کې د موټرسايکل دوه مسافر چې حکمت الله ولد روزي او جان آقا ولد قلندر په نوم د فاریاب ولايت د پښتونکوت ولسوالۍ اوسېدونکي دي، په همدې شېبه کې مړه شول. د فولډر موټر چلوونکی هم ټپي شوی او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
د قربانیانو جسدونه له لومړنیو پلټنو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول. د پېښې د کره لامل په اړه د امنیتي او ترافيکي بنسټونو څېړنې روانې دي.