Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

فاریاب ولایت ته د اسلامي امارت د پوهنې وزیر سفر

د پیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
یکشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۴

د فاریاب ولایت د ویاند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دی: د افغانستان د اسلامي امارت د پوهنې وزیر الحاج مولوي حبیب الله اغا او د پوهنې وزارت ارشد مشاور الحاج مولوي سید غیاث الدین اغا دفاریاب ولایت رسمی سفر په ترچ کی ددې ولایت له تعلیمي او تربیتی موسسو څخه لیدنه وکړه.

د دې سفر په ترڅ کې د پوهنې وزارت وزیر د فاریاب ولایت له والي الحاج مولوي عبدالاحد فضلي سره یوځای د میمنې ښار او ولسوالیو له دیني مدرسو، دارالعلوم مرکزي او څوښوونځیو څخه لیدنه او څارنه وکړه. د دې لیدنو موخه دتعلیمي وضعیت بیاکتنه، د ننګونو پیژندل او د ولایت په کچه د تعلیمي اړتیاوو ارزونه وه.

په دغو سفرونو کې د پوهنې وزارت د پوهنې د کیفیت د ښه والي، د اسلامي ارزښتونو دودې او د ښوونیز نظام دپیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. دغه راز د پوهنې د وضعیت د ښه والي لپاره د دولتي بنسټونو او سیمه ییزو ټولنو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.