Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په فاریاب ولایت کې د ۸۵ کسانو د موټر چلولو جواز فراغت ترلاسه کړ

د پیگرد خبری آژانس: دفاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
دوشنبی ۱۵ د ثور ۱۴۰۴

د فاریاب ولایت دامنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي: د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په لومړي روزنیز کورس کې د موټر چلولو د جواز لپاره ۸۵ تنو غوښتونکو د ټرافیکي قوانینو او مقرراتو په څانګه کې له نظري او عملي زده کړو وروسته په بریالیتوب سره زدکړې  وکړل.

دغه روزنیز پروګرام د موټر چلوونکو د پوهاوي د کچې د لوړولو او د ترافیکي پېښو د کمولو په موخه جوړ شوی دی. د فراغت په مراسمو کې، فارغانو ته د لیسانس او د موټر چلولو جوازونه ورکړل شول.

د فاریاب د ترافیکو مدیریت چارواکو ټینګار کړی چې د دغه ډول کورسونو ترسره کول د ټرافیکي نظم په ښه کولو او د سړکونو د خوندیتوب په زیاتولو کې مهم رول لوبوي. دوی له ټولو غوښتونکو وغوښتل چې د ترافیکي قوانینو په پوره رعایتولو سره د عامه خوندیتوب او هوساینې د تامین لپاره همکاري وکړي.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.