Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

په فاریاب ولایت کې د شرابو د تولید د موادو ضبط

د پیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
سه شنبه، ۹ ثور ۱۴۰۴

د فاریاب ولایت د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ده : تیر ورخ مازدیگر د دغه ولایت دهوایی دگر  استخباراتو له ریاست سره په همغږۍ د دریمې امنیتي حوزې د ځواکونو له خوا یو کس په سیمه کې د الکولي مشروباتو د تولید په حال کې ونیول شو.

د عملیاتو په جریان کې، پنځه بوشکه 10 کیلو ګرامه خام مواد د شرابو تولید لپاره چمتو شوي، یو دیگ بخار دستگاه او یو څه خالص شراب هم کشف او ضبط شوي. نیول شوی کس اوس تر څارنې لاندې دی او پلټنې روانې دي. او د دوسیې له بشپړولو وروسته به قضايي چارواکو ته وسپارل شي

د فاریاب ولایت د پولیسو قوماندې ټینګار کړی چې د اسلامي او ملي ارزښتونو پر وړاندې د پیښو د پیژندلو او حل هڅې به دوام ولري.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.