په فاریاب کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او ټپیان شوي دي
دپیگرد خبری آژانس : د فاریاب ولایت
رپورتر : هدیه احمدزی
چهارشنبه، ۳ د ثور ۱۴۰۴
د فاریاب ولایت د قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي ده:
د فاریاب ولایت د خانچهارباغ ولسوالۍ په حډبخش سیمه کې نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د یوه ترکي موټر چلوونکي د تیلر ډوله بار وړونکی موتر او د سراچه ډوله موټر تر منځ په یوه جدي پېښه کې پنځه تنه شهیدان او یو بل ټپي شوۍ.
د قربانیانو جسدونه د امنیتي ځواکونو له خوا د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او ټپي شوی کس د جوزجان روغتون ته لېږدول شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې په وژل شويو کې دوه تنه د سرپل ولايت اوسېدونکي دي.
د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ده او د امنیتي ځواکونو له خوا نورې څېړنې روانې دي.