په فاریاب ولایت کې د ۲۰۰ ځوانانو لپاره د وړیا روزنیز کورسونو پیل
دپیگرد خبری آژانس: دفاریاب ولایت
رپورتر: هدیه احمدزی
یکشنبی، ۳۱ دحمل ۱۴۰۴
د اطلاعاتو اوکلتور په خبر پاڼه کې راغلئ دی
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو ریاست له ۲۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته د علمي او مهارتونو په برخو کې وړیا روزنه ورکړی ده.
د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو مشر مولوي سید عبدالمبین فصیح دغه کورسونه د ځوانانو د ځواکمنتیا په برخه کې یو مهم ګام بللی دی. د ده په وينا، دغه ښوونيز پروګرام د انګليسي ادبياتو، خطاطۍ، رياضياتو او بيان په برخو کې پيل شوی او د مناسبو ښوونيزو اسانتياوو په برابرولو سره د ځوانانو لپاره د زده کړې لپاره د مناسب چاپيريال د برابرولو هڅې روانې دي.
دځوانان مشر زیاته کړه: اصلي موخه یې د ځوانانو علمي او عملي مهارتونو ته وده ورکول دي تر څو د کار بازار او مسلکي فعالیتونو ته د لا زیاتې پوهې او وړتیاوو سره د ننوتو لپاره چمتو شي.
په همدې حال کې د فاریاب ځوانانو دغه نوښت تود هرکلی کړی او ډېری یې د خپلې شخصي او مسلکي ودې لپاره یو زرین فرصت ګڼي او د دې څانګې د تعلیمي مرکزونو چارواکي هم د رضاکارانه او بشپړې ژمنې په روحیه وړیا روزنه ورکوي.