افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړه.
پيګرد خبري آژانس ؛ کابل افغانستان
د ۱۴۰۳ کال عقرب يا لړم مياشتې اوومه نېټه
راپور ؛ احمد خالد امرخيل
د افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډلې د ځوانانو اسيا جام پایلوبه کې سريلانکا ته په ماتې ورکولو سره د ياد جام اتلولي په خپل نوم کړه.
دا لومړی ځل دی چې افغانستان الف کرېکټ ملي لوبډله د ځوانانو اسيا جام ګټي.
سریلانکا الف ملي لوبډلې د اسیا ملتونو د ځوانانو جام په پایلوبه کې، چې تېره شپه ناوخته په عمان کې ترسره شوه د پچې يا ټاس په ګټلو سره لومړی د توپوهنې پریکړه وکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سریلانکا لوبډلې د ۷ ویکټو په زیان خپلې سیالې افغان لوبډلې ته ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.
په دویمه پاڼۍ کې، افغان کرېکټ لوبغاړي د توپوهنې په برخه کې له ښه ځېلدو سره وتوانېدل چې، د ۳ ویکټو په ځيان سره خپلې سیالې لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف پوره او د اسیا ملتونو د ځوانانو جام اتلولي خپله کړي.
په دې سیالیو کې چې د هند او پاکستان کرکټ الف لوبډلو په شان خورا پياوړې لوبډلې شاملې وې ونشوای کړای دغه اتلولي ترلاسه کړي.
په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې پیلیز توپ وهونکی صدیق الله اتل چې په هره لوبه یې له ۵۰ زیاتې منډې جوړې کړي وې د دې سیالیو تر ټولو غوره توپ وهونکی اعلان شو.
د يادونې وړ ده چې د اسیا ملتونو د ځوانانو جام سیالیو په نوم د کرېکټ دغه ۲۰ اوریزې سیالۍ، د عمان په کوربتوب او د افغانستان د الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو د الف لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.