Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

کرکټ بوورډ: د بنګله دېش پروړاندې د سیالیو لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.

پيګرد خبري آژانس/ کابل افغانستان 
د ۱۴۰۳ کال د لړم يا عقرب مياشتې ۲همه نېټه  
راپور ؛  احمدخالد امرخيل 

د افغانستان کرکټ بورډ د بنګله‌دېش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

کرکټ بورډ ویلي چې دغه ۳ یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نیټې پورې به دوام وکړي. دکرکټ د خبر له مخې ابراهیم ځدراڼ او مجیب‌الرحمن لاهم د خپلو ټپونو له امله د لوبو کولو لپاره چمتو نه دي.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت‌شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق‌الله اتل، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمد‌نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
د يادونې وړ ده چې دغه لوبې به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

Copyright © All rights reserved. Powered By Master Technology | Newsphere by AF themes.