افغانستان د بسونو تولیدول پیل کړل.
پيګرد خبري آژانس/ کابل افغانستان
د ۱۴۰۳ کال تلې يا ميزان مياشتې ۲۶ نېټه
راپور ؛ احمد خالد امرخيل
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د بسونو توليد پيل شوی.
د افغانستان چارسمبالي حکومت ویاند په افغانستان کې د بسونو له تولیدولو خبر ورکړی.
ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له دغو بسونو څخه به د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو لپاره کار واخیستل شي.
ښاغلي ذبيح الله مجاهد زياته کړې، د يادو بسونو پرانیستې مراسم به ډېر ژر ترسره شي.
ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بس موټرو تولید د ځانبسیاینې پر لور یو ډاډمن ګام ګڼلی دی.