Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

ملا یعقوب پاکستان ته: د هېواد په دفاع کې ترهرچا ښه تجربه لرو.


پيګرد خبري اژانس/کابل افغانستان 
راپور : احمد خالد امرخيل 
دوشنبه مرغومي ۱۲مه ۱۴۰۱ کال

د ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې افغانستان لا وارثه نه دی او د هېواد په دفاع کې ترهرچا ښه تجربه لري.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي چې که هېواد یې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو له خوا وګواښل شي، نو اسلام اباد قانوني واک لري چې په افغانستان کې دننه د یاغیانو د پټنځایونو پر ضد اقدام وکړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د څرګندونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي دفاع وزارت، په افغانستان کې د پاکستاني ط البانو د تحريک شتون او پر هغوی په افغانستان کي دننه داحتمالي برید کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر وروستۍ څرګندونې پاروونکې او بې اساسه بولي. سرچینې زیاته کړې، سره له دې چې د پاکستاني ط البانو د مرکزونو شواهد په ياد هېواد کې شتون لري، د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
د ملي دفاع وزارت ویلي، افغانستان لا وارثه نه دی، د تل په څېر د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه دفاع ته چمتو دی، او دخپل ګران هېواد په دفاع کي ترهرچا ښه تجربه لري.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.