Paigard News Agency – خبرگزاری پیگرد

خبرگزاری پیگرد, انعکاس رویداد های افغانستان, منطقه و جهان

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دوهمه لوبه د باران له کبله مساوې پای ته ورسېده!


پیګرد خبری آژانس/کابل افغانستان
راپور : احمد خالد امرخیل
یکشنبه لیندی ۶/۱۴۰۱ کال

نړیوال جام ته مخامخ تګ یا سوپرلیګ سیالیو په دوام سره افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه سیالۍ مساوې پای ته ورسېده.دغه سیالۍ چې د سریلانکا په کوربه توب ترسره کیږي نن د باران له کبله لغوه او دواړو لوبډلو ته ۵ پاینټونه ورکړل شول.
د کرکټ د نړیوالې شورا د اصولو په اساس، د سوپر لیګ لوبې که د کوم دليل له کبله ځنډول کېږي، مساوي کېږي او یا نه کېږي، د لوبې ۱۰ نومرې په دواړو لوبډلو مساوي وېشل کېږي.
افغانستان دا مهال د ۱۳ هېوادونو په جدول کې په اووم مقام دی. څوارلس لوبې یې کړې او ۱۱۵ نومرې لري. په دې حساب, ویلای شم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیو ته مستقیم ووتله, خو افغان بورډ او آی سي سي یې لا رسمي اعلان نه دی کړی.
ټاکل شوي د دواړو لوریو ترمنځ دریمه او وروستی لوبه د راتلونکې سه شنبه په ورځ ترسره شي.

Copyright © Paigard News By Master Technology | Newsphere by AF themes.